د سولې په خبرو کې دمه؛ د جمهوريت پلاوی کابل او د طالبانو پلاوی پاکستان ته لاړ


د افغانستان اسلامي جمهوريت د سولې مرکچي پلاوی تېر ماښام ناوخته کابل ته را رسېدلی دی؛ خو د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی بیا پاکستاني مشرانو سره د خبرو لپاره یاد هېواد ته تللی دی.

 د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، محمد نعیم وردګ په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د ملا برادر سفر د پاکستان په رسمي بلنه شوی دی.

هغه زياته کړې، طالب پلاوی به دغه سفر کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي سره د افغان کډوالو او ځینو نورو مواردو باندې خبرې وکړي.

دغه راز د افغانستان اسلامي جمهوريت مذاکراتي پلاوی تېر ماښام د محمد معصوم ستانکزي په مشرۍ کابل ته را ورسېد.

دا سفرونه له هغه وروسته کیږي چې قطر کې د بین افغاني خبرو کې ۲۲ ورځو دمې باندې هوکړه وشوه.

دواړو خواوو ویلي چې دوی به د اجنډا ټاکلو کې د وړاندې شوو مواردو په تړاو خپلو مشرانو سره سلا مشورې کوي.

ټاکل شوې ده چې د سولې خبرو دویم پړاو د راتلونکې جدي میاشتې په ۱۶مه نیټه بیرته په قطر کې پیل شي.

په ورته وخت کې تېره ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي و، چې دواړه ټيمونه دې پر خپل ټاکلي وخت بېرته مذاکرات پیل کړي او په خبره یې په هېواد کې جګړه روانه ده ښه به دا وي چې ژر تر ژره دغه لورې یوې پرېکړې ته ورسېږي.

  • 26 ليندۍ 1399